Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د برازیل څلور اړخیزه سیالۍ؛ د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې ګرینلنډ ته ماته ورکړه

کابل (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۳): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د برازیل د څلور اړخیزو سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې ګرینلنډ ته ۵ پر ۴ ماته ورکړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د هېواد فوټسال لوبغاړو د برازیل په څلور اړخیزو سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې ګرینلنډ ته ۵ پر ۴ ماته ورکړه.

دا لوبه د افغانستان پر وخت تېره شپه ۱:۳۰ بجې په برازیل کې ترسره شوه.

په دې لوبه کې، امېد قنبري، خداداد ابراهیمي، فرزاد محمودي، او بهمن ګرګیچ د ګرینلنډ پر وړاندې د افغانستان په ګټه ګولونه ووهل.

د دغو سیالیو د مهالوېش له مخې، د هېواد د فوټسال ملي لوبډله به په خپله دویمه لوبه کې له برازیل او درېیمه لوبه به له ایران سره مخ شي.

د یادونې ده چې د برازیل څلور اړخیزه سیالۍ د افغانستان، برازیل، ایران او ګرینلنډ د فوټسال لوبډلو په ګډون د برازیل په کوربه‌توب د روانې کب میاشتې په ۱۳ مه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۹ مه به دوام وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.