غزنيښار (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۳): غزني کې نن د شپږ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د کرکټ سیالۍ پیل شوې چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
د غزني د کرکټ آمر عبدالودود پکتیال پژواک خبري آژانس ته وویل، یادي سیالۍ په لس اوریزي بڼه تر سره کیږي او د دي سیالیو په لومړۍ لوبه کې «مینوال زلمو» او «رضایې اتلانو» لوبډلې له یو بل سره ولوبېدې چې مینوال زلمو په اتو وېکټو بریا خپله کړه او د دغو لوبو دوهمه لوبه سبا د میاڼو زلمو او وفا ټایګر لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.
د نوموړي په وینا، دوی د غزني کرکټ پرمختګ ته ژمن دي او هڅه کوي څو له دې لاري ځوان استعدادونه پیدا کړي.
نوموړی زیاتوي چې د ځوانو لوبغاړو لپاره دا ښه چانس دی څو خپله وړتیا وښیې.
په ورته وخت کې، د کرکټ لوبغاړي د دغو سیالیو پیلېدو ته خوښ دي او غوښتنه کوي چې ورته سیالۍ دي نورې هم په دغه ولایت کې ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP