Language

څلور اړخیزې سیالۍ؛ د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د برازیل پر وړاندې ماتې وخوړه

کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۳): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د څلور اړخیزو سیالیو په لړ کې په خپله دویمه لوبه کې د برازیل پر وړاندې ماتې وخوړه.

یاده لوبه چې نن سهار (شنبه) ترسره شوه، څلور پر یوه پای ته ورسېده او د افغان لوبډلې ګول د امید قنبري له لوري په وروستیو شیبو کې ووهل شو.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې له دې مخکې ګرینلنډ ته پنځه پر څلور ماتې ورکړې وه.

د یادو سیالو د مهال‌وېش له مخې، د هېواد فوټسال ملي لوبډله به خپله درېیمه لوبه له ایران سره ترسره کړي.

د ویلو ده چې د برازیل څلور اړخیزې سیالۍ د افغانستان، برازیل، ایران او ګرینلنډ د فوټسال لوبډلو په ګډون د برازیل په کوربه‌توب د روانې کب میاشتې په ۱۳مه پيل او د همدې میاشتې تر ۱۹مې به دوام وکړي.