جلالاباد (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۳): سیمهییز مسوولین وايي، تورخم کې د افغان او پاکستاني لوري قومي مشرانو او سوداګرو غونډه وکړه، خو د یادې لارې د خلاصېدو لپاره سمدستي پرېکړه ونه شوه.
تورخم لاره شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې پاکستاني لوري په دې پلمه وتړله، چې افغان پولهساتو په خپله ساحه کې یوه پوسته جوړوله.
د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اجراییه پلاوي سرپرست، شاکرالله ساپي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تورخملارې د خلاصون په موخه د دواړو غاړو سوداګرو، قومي مخورو او دیني عالمانو ترمنځ لومړنۍ ناسته وشوه.
دی زیاتوي، د لارې د خلاصون لپاره سمدستي کومه پرېکړه ونهشوه، پاکستاني اړخ ځینې وړاندیزونه درلودل، چې له چارواکو سره به یېشریک کړي.
نوموړي زیاته کړه: «زموږ لخوا، له کوم قید او شرطه پرته، د دروازې د خلاصون غوښتنه وشوه.»
د ساپي په وینا، نورې ناستې به هم وشي، او هڅه کېږي چې د لارې خلاصون لپاره بنسټیز کار ترسره شي.
د دې لارې د خلاصون لپاره تر دې وړاندې هم څو ځله مذاکرات شوي، خو کومه پایله یې نهده ورکړې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP