پلعلم (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۳): د لوګر د عامې روغتیا ریاست وایي چې د دغه ولایت په برهکيبرک ولسوالۍ کې ۱۲ درملتونونه د غیرقانوني فعالیت له امله تړل شوي دي.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست ویاند فهیمالله لودین پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد درملتونونه د عامې روغتیا ریاست د پلټنې او څارنې د بررسۍ ټیم له خوا د غیرقانوني فعالیت له امله تړل شوي دي.
لودین زیاته کړه: «په تړل شوو درملتونونو کې ځينو یې د فعالیت قانوني اسناد نه درلودل، په ځينو درملتونونو کې تاریختېر او مشکوک درمل موندل شوي او همدارنګه په ځینو نورو کې بیا غیرمسلکي کسانو کار کاوه.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، د یادو درملتونونو ترڅنګ یو لابراتوار، دوه کتنځایونه، یو د ټلوېزیوني معایناتو خونه او یو کلینیک هم د غیرقانوني فعالیت له امله تړل شوي دي.
د پلعلم یوه اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وویل، د عامې روغتیا ریاست ته په کار ده چې د دغه ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم ورته پلټنه وکړي او د درملتونونو او معاینهخانو د غیرقانوني فعالیت مخه ونیسي.
د یادونې ده، له دې مخکې هم د لوګر په مرکر پلعلم کې ګڼ شمېر درملتونونه او روغتیايي کتنځایونه د غیرقانوني فعالیت له امله تړل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP