Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن له ګرینلنډ سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۳): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن د برازیل څلور اړخیزو سیالیو کې د درېیم مقام ترلاسه کولو په موخه له ګرینلنډ سره لوبه کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د هېواد د فوټسال ملي لوبډله د برازیل په څلور اړخیزو سیالیو کې نن یکشبنه له ګرینلنډ سره د درېیم مقام ترلاسه کولو په موخه لوبه کوي.

فوټبال فدراسیون زیاته کړې، یاده لوبه د افغانستان پر وخت ماسپښین درې بجې په برازیل کې ترسره کېږي.

د فوټسال څلور اړخیزې سیالۍ د افغانستان، برازیل، ایران او ګرینلنډ د فوټسال لوبډلو په ګډون د برازیل په کوربه‌توب د روانې کب میاشتې په ۱۳مه پيل شوې چې ټاکل شوې نن پای ته ورسېږي.

افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې درې لوبې ترسره کړې چې په لومړۍ لوبه کې یې ګرینلنډ ته ماتې ورکړې، دویمه لوبه یې برازیل ته وبایله او درېیمه لوبه کې بیا تېره شپه ایران ماتې ورکړه.

د یادونې ده، د دغو سیالیو پایلوبه چې ایران او برازیل لوبډلو لار ورته پیدا کړې، نن شپه به ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.