Language

د بلخ هوايي ډګر کې د یوې رغنیزې پروژې چارې پیل شوې

کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۳): د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د بلخ مولانا جلال‌الدین محمد بلخي نړۍوال هوايي ډګر کې د څه باندې ۷۳ میلیون افغانیو په لګښت د یوې رغنیزې پروژې کار پیل شوی.

یاد وزارت دغه خبر نن پر خپله اېکس‌پاڼه خپور کړی دی.

سرچینې لیکلي چې یاده پروژه کې د موټرو پراخه تم‌ځای جوړول – چې د ۱۰۰۰ موټرو د ځایېدو ظرفیت به ولري – او د مسافرو لپاره د انتظارځای جوړول شامل دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه پروژه چې د ۱۴ میاشتو په موده کې به بشپړه شي، د هوايي ډګر معیاري کېدو برخه کې ګټور ګام ګڼل کېږي.