Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فاروقي: روان کال مو د ۳۵۱ کیلوګرامه قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوی کړی

کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۳): د سرحدي پولیسو ریاست وایي، د روان لمریز کال په اوږدو کې یې د ۳۵۱ کیلوګرامه ګران‌بیه ډبرو او نږدې څلور کیلوګرامه سرو زرو د قاچاق مخنیوی کړی دی.

د سرحدي پولیسو لوی ریاست ویاند، عابدالله فاروقي په یوه خپره شوې وېډیو کې ویلي چې د دغه ریاست د ځواکونو یوه له مهمو دنده څخه د هېواد په هوایي ډګرونو او بندرونو کې د قاچاق مخنیوی دی.

هغه ویلي چې د دغه ریاست منسوبینو د روان ‎ ۱۴۰۳ لمریز کال کې په اوږدو کې د ۳۵۱ کیلوګرامه قیمتي ډبرو، د نږدې څلور کیلوګرامه سرو زرو، نږدې ۳۰۰ زرو امریکایي ډالرو او ۱۹ لکه پاکستانۍ کلدارو د قاچاق مخنیوی کړی دی.

‎هغه د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په هېواد کې راغلی امن ګډوډ او له هېواده توکي قاچاق کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.