Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز کې یو کس د خپل څلور کلن زوی د قتل په تور نیول شوی

کندوز (پژواک،۲۰ کب  ۱۴۰۳): د کندوز امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په امام‌صاحب ولسوالۍ کې یې هغه کس نیولی چې دوې ورځې مخکې یې خپل څلور کلن زوی وژلی و.

د کندوز د امنیې قوماندنۍ ویاند جمعه‌الدین خاکسار وايي چې دوې ورځې مخکې (د روانې اونۍ د شبنې ورځ) د دغه ولایت د امام صاحب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د یادې ولسوالۍ په خروټي ساحه کې د خپل ۴ کلن زوی سر پرې کړی و.

هغه زیاته کړه چې دغه کس عصبي بیماري درلوده او د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند وویل چې نیول شوی کس به له لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.