کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۳): اړوندو ادارو نن او په دوو راتلونکو ورځو کې د هېواد په یو شمېر سیندیزو حوزو کې د واورې او باران ورېدو او سېلابونو راتلو اټکل کړی دی.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې نن د سالنګونو په ګډون په هرات، اروزګان، غور، بادغیس، فاریاب، بلخ، سرپل، سمنګان، بامیان، دایکنډي، غزني، خوست، پکتیا، میدانوردګو، لوګر، پروان، پنجشېر، کاپیسا، لغمان، کونړ، نورستان، بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو وړاندوینه شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، په بېلابېلو برخو کې د واورې کچه له ۱۰ تر ۳۰ سانتي مترو او د باران کچه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو اټکل شوې ده.
سرچینې دغهراز لیکلي، د سالنګونو په شمول د هېواد په سوېللوېديځو او مرکزي ولایتونو کې د نسبتاً شدیدو بادونو اټکل شوی چې سرعت یې په بېلابېلو ځایونو کې په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۷۵ کیلومترو اټکل کېږي.
دغهراز، د اوبو او انرژۍ وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د روانې میاشتې له ۲۰ مې تر ۲۲ مې د هلمند حوزې، هریرود، شمال، پنجامو، کابل او په یو شمېر اړوندو سېلبرونو کې د نسبتاً شدیدې واورې او باران ورېدو او د سېلابونو راتلو وړاندوینه شوې ده.
سرچینې دغه راز لیکلي چې د اروزګان، زابل، هلمند، کندهار، خوست، غور، هرات، بادغیس، جوزجان، فاریاب، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار، کندوز، پکتیا، خوست، لغمان او ځینو نورو اړوندو سېلبرونو کې د سیند اوبو د کچې لوړېدو او سېلابونو راتلو اټکل شوی دی.
سرچینې د یادو سیمو له خلکو غوښتي څو د سېلابونو راتلو او په سیندونو کې د اوبو ډېرېدو پر مهال دې سیندونو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي او د لاندنیو سیمو خلکو ته دې خبر ورکړي څو له انساني تلفاتو مخنیوی وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP