Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه ناسته کوي

کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۳): ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د دغه سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا به نن د افغانستان په اړه ناسته کې د دغه هېواد د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

یوناما په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه غونډه به نن (دوشنبه، د کب ۲مه) د امریکا په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د سازمان په مرکزي دفتر کې جوړه شي.

دغه ناسته د ډنمارک د نوبتي ریاست په مشرۍ جوړېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې مارچ میاشتې په ۱۷مه هم د افغانستان په اړه ناسته کوي چې په افغانستان کې به یوناما د ماموریت غځېدو په تړاو په کې خبرې وشي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له دې مخکې ویلي وو چې اړتیاوو ته په کټو په افغانستان کې د یوناما ماموریت اغېزناک نه دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.