Language

له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې له دوو موسسو سره د ګډوهمکاریو هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۳): له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې له دوو موسسو سره د څه باندې یو میلیون او ۲۰۴ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ګډوهمکاریو هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

د یادې ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هوکړه‌لیکونه د یادې ادارې سرپرست ملا نورالدین ترابي، د ناروې کمېټې مرستیال احسان فقیري او د «اکټیډ» نړۍوالې موسسې رییس الکسانډرا ایواس ترمنځ تېره ورځ کابل کې لاسلیک شول.

سرچینې زیاته کړې، د یوه لاسلیک شوي هوکړه‌لیک له مخې به د ناروې کمېټه ۵۰۷ زره او ۱۳۳ امریکایي ډالرو په ارزښت ډایکنډي ولایت کې ۲۱۸۳ اړمنو او بې‌سرپرسته کورنیو ته نغدي مرستې ووېشي.

د یوه بل خبر له مخې، له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې په یوه بله خبرپاڼه کې راغلي چې د «اکټیډ» نړۍوالې موسسې سره د شوې هوکړې له مخې به یاده موسسه د ۶۹۶ زره او ۹۵۹ امریکايي ډالرو په ارزښت بدخشان ولایت کې ۲۹۷۲ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشي.

د یادونې ده، له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې څلور ورځې مخکې هم د «وین کانټري د ټولنې خدماتو ادارې» یا (WCCSO) موسسې سره د ۱۹۸۳۶ امریکایي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی و.