کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې د تریاکو بیو لوېدو په اړه د ملګرو ملتونو راپور د نشهیي توکو له منځه وړولو په برخه کې د اسلامي امارت د پوره جدیت او مبارزې بیلګه ده.
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر ضد دفتر (یواېناوډيسي) نن په یوه راپور کې ویلي و چې افغانستان کې د تریاکو قیمت په یوه کیلوګرام کې ۷۵۰ ډالرو ته لوړ شوی دی.
یاد راپور کې راغلي، په افغانستان کې د نشهيي توکو د پروسس کچه کمه شوې او په عمومي توګه له دې هېواده د دغو توکو لېږد هم را کم شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «دغه ټولو ته جوته ده چې کله تولید او عرضه نه وي، نو بیه څو برابره لوړیږي او د یاد سازمان څرګندونې له هیواد څخه د نشه یي توکو د له منځه وړلو په برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت د پوره جديت او مبارزې بیلګه ده.»
هغه لیکلي، د کورنیو چارو وزارت ډاډ کوي، چې په هېواد کې د نشهیي توکو د پروسس، توليد او قاچاق کچه د پام وړ کمه شوې او د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د نشهیي توکو د کښت، تولید او قاچاق په مخنیوي کې مهمې لاسته راوړنې لرلې دي.
قانع وايي، اسلامي امارت به نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې خپل فعالیتونه په جديت او قاطعيت سره جاري ساتي او دا لړۍ به دوام ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP