Language

غور کې تېر میلادي کال ۲۱ اختلافي قضیې حل شوې دي

فیروزکوه (پژواک، ‌۲۳ کب ۱۴۰۳): د غور د والي ویاند وايي چې تېر میلادي کال په دغه ولایت کې د جرګو او منځګړیتوب له لارې ۲۱ اختلافي قضیې حل شوې او دغه ډول ډېرې نورې قضیې هم شته چې هواري ته اړتیا لري.

د غور د والي ویاند مولوي عبدالواحد حماس نن په یوه ناسته کې پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته بېلابېلو دولتي بنسټونو هڅه کړې څو هغه مهمې قومي قضیې چې له کلونو راهیسې حل شوې نه وې، حل او فصل کړي.

هغه زیاته کړه چې په تېر زېږدیز (۲۰۲۴) کال کې د بېلابېلو قومونو ترمنځ ۲۱ اختلافي قضیې چې په تېر نظام کې پیدا شوې وي، حل شوې، د بېلګې په توګه د سردار او تایمني او پهلوان او باین قومونو ترمنځ شخړې او اختلافونه وو چې ډېر وخت راهیسې پاتې وې او ډېر کسان په کې قرباني شوي وو.

د غور د والي ویاند دغه‌راز وویل چې اوس هم د دغه ولایت په نورو قومونو کې خپل‌منځي شخړې شته چې له بېلابېلو دولتي بنسټونو سره په همغږۍ هڅه کوي څو هغه حل او فصل کړي.

د غور د والي ویاند له ټولو هغو کسانو چې خپلمنځي اختلافات لري وغوښتل، څو له یو بل سره سوله وکړي، د ورورۍ فضا رامنځته کولو او د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.