Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د واخان سړک د دویم فاز د جغل‌اچونې پروژې تړون لاسلیک شو

کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۳): د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د بدخشان ولایت د واخان سړک د دویم فاز د جغل اچولو پروژې تړون له یوه داخلي خصوصي شرکت سره د ۱۴۳ میلیون افغانیو په ارزښت لاسلیک کړ.

دغه تړون نن په کابل کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمدیونس اخندزاده او د «افغان صداقت» خصوصي شرکت رییس غوث‌الدین ترمنځ لاسلیک شو.

د یاد وزارت سرپرست د دغه تړون لاسلیک په مراسمو کې وویل چې یاد سړک ۷۱ کیلومتره اوږدوالی او تر اته مترو پورې سور لري چې چارې به یې د بدخشان واخان سیمه کې د هوا په ښه کېدو سره پیل شي.

هغه زیاته کړه، پر دغه پروژې ۱۴۳ میلیون افغانۍ لګښت راځي او پیسې د اسلامي امارت له بودجې ورکول کېږي.

دی زیاتوي، د واخان سړک لومړی فاز ۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د بیارغونې او جغل اچولو چارو تړون یې د ۱۸۱ میلیون افغانیو په ارزښت تېر لمریز کال کې لاسلیک شوی و او د جوړولو چارې دا مهال روانې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دواړو فازونو چارې چې ۱۲۱ کیلومتره کېږي د راتلونکي ۱۴۰۴ لمریز کال تر پایه به بشپړې شي.

د اخندزاده په وینا، دغه سړک به د افغانستان او چین لپاره ډېر ګټوره اقتصادي او لنډه لاره وي.

همداراز، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند ملا نورالهادي عادل وایي، د بدخشان ولایت د واخان سړک لومړی فاز د واخان له «بزهای ګنبد» سیمې څخه د چین پولې پورې رسېږي او دویم فاز یې بیا له «بزهای ګنبد» د واخان تر«بروغیل» سیمې پورې غځېدلی دی.

د «افغان صداقت» خصوصي شرکت رییس غوث‌الدین ژمنه وکړه چې د یاد سړک چارې به په ښه کیفیت او پر وخت ترسره کړي.

دی وايي، واخان سیمه کې یوازې د اکسیجن کمښت او سړه هوا د دوی د کار پر وړاندې خنډ دي.

واخان د افغانستان د بدخشان یوه غرنۍ ولسوالي ده چې د واخان دهلېز په نوم هم یادېږي، دا سیمه د افغانستان خاوره له سوېلي او مرکزي اسیا سره نښلوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.