کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۳): کابل کې د ترافیک پولیسو عمومي ریاست وايي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان پر اساس، د نقلیه وسایطو د باقيدارۍ معافیت اوس هم پر خپل ځای دی.
د کورنیو چارو وزارت د ترافیک پولیسو عمومي ریاست پر اېکسپاڼه لیکلي چې د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو، هغو نقلیه وسایطو ته معافیت په پام کې نیول شوی چې اسناد یې له کلونو راهیسې باقي دي او دغه معافیت اوس هم د عملي کېدو وړ دی.
سرچینې لیکلي، د دغه فرمان له مخې، هغه نقلیه وسایط چې اسناد یې له مخکې کلونو تر ۱۳۹۴ کال پورې باقي دي، ۹۰ سلنه د باقيدارۍ پیسې یې معاف شوې، هغه وسایط چې اسناد یې له ۱۳۹۵ نه تر ۱۳۹۷ کاله باقي دي، ۸۰ سلنه او هغه وسایط چې اسناد یې له ۱۳۹۸ نه تر ۱۴۰۱ کال پورې باقي دي، ۷۰ سلنه د باقيدارۍ پیسې یې معاف شوې دي.
سرچینې له د هغه نقلیه وسایطو له مالکانو چې اسناد یې باقي دي غوښتي چې له دې فرصته استفاده وکړي او د خپلو موټرو اسناد تمدید کړي او له دې پرته به له قانوني چلند سره مخ شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP