کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۳): د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د عمان د سلطان د دفتر له وزیر، د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرانو او د اوقافو او دیني چارو له وزیر سره لیدنو کې پر اقتصادي مسایلو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو پر پیلېدو او په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو پر ستونزو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو له وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د عمان د سلطان د دفتر له وزیر، د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرانو او د اوقافو او دیني چارو له وزیر سره لیدنو کې د افغانستان او عمان ترمنځ د پانګونې پر فرصتونو، د سوداګرۍ د پراختیا پر لارو چارو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو پر پیلېدو، په عمان کې د افغان اتباعو پر مسایلو او پر فرهنګي راکړې ورکړې خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د عمان د سلطان د دفتر له وزیره غوښتي چې د عمان سلطنت دې په دغه هېواد کې د بندي افغانانو د بند مودو کمولو او خلاصون او دغه راز هلته د مېشتو افغانانو لپاره د کونسلي ستونزو حل کې له افغان سفارت سره همکاري وکړي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د عمان سلطنت د دفتر وزیر ژمنه کړې چې په نږدې راتلونکي کې به په ځانګړو مناسبتونو کې په دغه هېواد کې د افغان بندیانو د خلاصون لپاره د عفوې زمینه برابره کړي او همدارنګه عمان کې مېشتو افغانانو ته به د کونسلي خدماتو په رسونه کې له افغان سفارت سره لازمې همغږۍ ولري.
همدارنګه د عمان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرانو سره په ناسته کې هوکړه شوې چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ وزارتونو او خصوصي سکټور ترمنځ منظمې اړیکې رامنځته شي څو د سوداګرۍ پر زیاتوالي، د مستقیمو الوتنو پیلېدو او پانګونې پر فرصتونو خبرې وشي.
مولوي امیرخان متقي د عمان د اوقافو او دیني چارو وزیر ته ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مساجدو، حجاجو او اوقافو تجربې شریکې شي او همدارنګه یې د یاد هېواد د اوقافو او دیني چارو وزیر ته بلنه ورکړې چې په افغانستان کې د جوماتونو د رغونې برخه کې مرسته وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، د عمان د اوقافو او دیني چارو وزارت چمتووالی ښودلی چې د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو لخ وزارت سره د تجاربو شریکولو او همکارۍ ته تیار دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP