کابل (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۳): د سوکوهنې افغان لوبغاړی محمدزکریا زماني نن شپه د خپل روسي سیال پر وړاندې لوبه کوي.
زکریا زماني پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، نن شپه له خپل روسي سیال سره لوبه ترسره کوي.
هغه زیاته کړې: «زه هیله لرم چې د روژې د مبارکې میاشتې په دې شپو او ورځو کې زه به ټولو ګرانو افغانانو ته یوه لویه بریا راوړم.»
د زماني او د هغه روسي سیال ترمنځ لوبه په مسکو کې د «EBP» کمربند د تر لاسه کولو په موخه لسو درې دقیقي رونډو کې ترسره کېږي.
هغه له دې مخکې ویلي وو چې په دې سیالۍ کې د سوکوهنې برخه کې د روسیې په کچه له درېیم او د نړۍ په کچه له ۶۳م مخکښ لوبغاړي سره لوبه کوي چې ۱۰ لوبې یې کټلې دي.
هغه زیاته کړې وه چې دغه روسي سیال یې تر اوسه کومه ماتې نه ده خوړلې.
د سوکوهنې دغه لوبغاړی په داسې حال کې دا لوبه کوي چې تر اوسه یې له ۱۱ لوبو څخه اته ګټلې او درېیو لوبو کې یې ماتې خوړلې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP