کابل (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۳): د افغانستان اسلامي امارت د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ د پولې د ترسیم تړون یو مثبت پرمختګ او د سیمې د ثبات لپاره ارزښتناک ګام یاد کړی دی.
رویټرز خبري اژانس وړمه ورځ راپور ورکړی و چې د قرغزستان ولسمشر سدیر جاپاروف او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحماني ترمنځ د قرغزستان په پلازمینه بشکېک کې د ګډې پولې د ټاکلو په اړه یو تړون لاسلیک شو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي: «د افغانستان اسلامي امارت د تاجکستان او قرغز جمهوریتونو ترمنځ د پولې د ترسيم تړون د لاسلیک هرکلی کوي او د دواړو وروڼو هېوادونو تر منځ د تفاهم له لارې د دغه اوږدمهالي اختلاف هواری د سیمې د ثبات، اقتصادي ودې او د متقابل باور پیاوړتیا په لور یو مثبت ګام ګڼي.»
خبرپاڼه کاږي، اسلامي امارت تل د سولې، تفاهم او د سیمهییزو همکاریو د پراختیا ملاتړ کړی او باور لري چې دغه تړون به په منځنۍ اسيا کې د دوامداره سولې او همکارۍ يو نوی باب پرانيزي.
له دې تړون څخه مخکې د دواړو هېوادونو ترمنځ چې ۹۷۰ کیلومتره ګډه پوله لري، په منظمه توګه نښتې کېدې او دواړه هېوادونه د نیمایي سرحدونو پرسر شخړه لري.
همداراز، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتریش، د شانګهای د همکارۍ سازمان، د روسیې په مشرۍ د ډلهییز امنیتي تړون سازمان، اروپايي ټولنې، کویټ، روسیې، سعودي عربستان، قطر او پاکستان د جلا جلا اعلامیو په خپرولو سره د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ د سرحدي تړون هرکلی کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP