غزني ښار (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۳): د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت له مرکز او یو شمېر ولسوالیو څخه ۲۳۰ روږدي کسان راټول او د درملنې لپاره ۵۰۰ بستریز روغتون ته لېږدول شوي دي.
د غزني د امنیې قوماندانۍ وياند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس وويل، له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیريت له لوري په تېره یوه اونۍ کې د روږدو ټولولو کمپاين ترسره شو.
هغه زیاته کړه، د دغه کمپاین په ترڅ کې ۲۳۰ روږدي د غزني له مرکز، ګیلان، مقر، اب بند، خواجهعمري، اندړ، قرهباغ، ناوې او دهیک له ولسوالیو راټول شوي او د درملنې په موخه پنځه سوه بستريز روغتون ته لېږدول شوي دي.
د نوموړي په خبره، راټول شوي روږدي به تر هغه په یاد روغتون کې تر درملنې لاندې وي څو يې بشپړه درملنه وشي.
نوموړي وویل، د تېرې اونۍ په جریان کې یې په بېلابېلو وختونو کې د سلو په شاوخوا درملنه شوي کسان له بشپړې روغتیا وروسته رخصت کړي، چې په وینا یي، درې میاشتي په پنځه سوه بستریز روغتون کې تر درملني لاندې وو.
دغه راز، د داوود نوم یوه روږدي پژواک ته وویل چې حکومت دې له درملنې وروسته ورته د کار زمینه برابر کړي څو بیا نشهيي توکو ته مخه نهکړي.
د یادونې ده، د غزني د روږدو درملنې ۵۰۰ بستریز کمپ یونیم کال مخکې فعالیت پيل کړی چې تر اوسه په کې د ۱۴۰۰ کسانو درملنه شوې او شاوخوا ۷۰۰ نور په کې تر درملنې لاندې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP