Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عامې روغتیا وزارت افغانستان کې د شري ناروغۍ زیاتېدو په اړه د بې‌پولې ‌ډاکټرانو راپور رد کړ

کابل (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۳): د عامې روغتیا وزارت د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان هغه راپور – چې ویلي و په افغانستان کې د شري ناروغۍ ډېره شوې – رد کړ او وایي چې دغه ډول راپورونه باید پر حقایقو ولاړ وي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) د تېرې چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې و چې په افغانستان کې هره ورځ لږ تر لږه یو ماشوم د شري ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکوي.

راپور کې راغلي و چې په افغانستان کې سږکال د شري پر ناروغۍ د ماشومانو د مړینې کچه د تیرکال د همدې مودې پرتله درې ځلې زیاته شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت د ارقامو او معلوماتو په اساس دا راپور د حقیقي ارقامو پر اساس نه دی او یواځې تخمین شوي ارقام دي چې په راپور کې ورڅخه استفاده شوې ده.

هغه لیکلي: «په همدې اساس مونږ دا راپور په بشپړه توګه ردوو او له اړونده ادارې بیا ځلي غوښتنه کوو چې هر رسمي خپریدونکی راپور یې باید د حقایقو او همغږۍ پر اساس وي تر څو خلکو ته بې ځایه اندیښنې ایجاد نه شي.»

دی وایي، چې  د عامې روغتیا وزارت د شري ناروغۍ پر وړاندې په تیرو څو کلونو کې خورا مهم ګامونه پورته کړي، د واکسیناسیون کمپاین په سراسري توګه تر سره شوی او د ۲۰۲۵ میلادي کال په جریان کې به د شري د واکسین بل ملي کمپاین هم تر سره شي چې په جریان کې به یې ۱۶ میلونه ماشومانو ته د شري پر وړاندې واکسین تطبیق شي.

هغه زیاته کړې چې د تیر کال په جریان کې د ټولو واقع شویو طغیاناتو پر وړاندې پر وخت ځواب ویل شوی او اوس هم د مختلفو روغتیايي برخو له لوري په منظم ډول د شري ناروغۍ پر وړاندې مبارزه روانه ده.

هغه زیاتوي لا هڅه کیږي تر څو د شري په وړاندې د ماشومانو د واکسیناسیون کچه لوړه او د روغتیا پالنې خدمتونه په بشپړ ډول وړاندې کړي.

د ده په خبره، که څه هم په افغانستان او د نړۍ په ځینو برخو کې دا او ځینې نورې ساري ناروغۍ خپرې شوي، خو افغانستان د روغتیايي وضعیت په نظر کې نیولو سره د دې ناروغۍ پر وړاندې منظمه مبارزه تر سره کوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند لیکلي: «دا چې د ځینې نړیوالو اداراتو له لوري دا ډول  بې اساسه اطلاعات به د خلکو ترمنځ بې ځایه ویره او رواني ستونزې رامنځته کړي د عامې روغتیا وزارت په ټولو داخلي او نړیوالو سازمانونو او اداراتو باندې ټینګار کوي چې د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ د دقیقو معلوماتو پراساس خپل اعلانات او راپورونه وړاندې کړي.»

هغه خلکو ته ډاډ ورکړی چې د واکسیناسیون پروګرامونه به پر وخت او په پراخه کچه تطبیق کېږي ترڅو په هېواد کې د شري ناروغۍ  شته واقعاتو څخه هم مخنیوی وشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.