ګردېز (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۳): د پکتیا مرکز ګردېز کې د نشهيي توکو د روږدو ۳۰ بستریز روغتون کې تر درملنې لاندې یو شمېر روږدي وايي چې تر رغېدو وروسته دې ورته د حرفوي زدهکړو او کار زمینه برابره شي.
هغوی ټینګار کوي چې د بېکاري له امله یې نشهيي توکو ته مخه کړې وه، او که د رغېدو وروسته د حرفوي زدهکړو فرصتونه ولري، کولای شي خپل راتلونکی بدل کړي.
په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې یوه روږدي، ګلالرحمن، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کاري بوختیا نشتون او د کورنیو ستونزو له امله یې نشې ته مخه کړې وه.
هغه له حکومته غواړي چې تر رغېدو وروسته دې ورته کاري زمينه برابره کړي.
نوموړی زیاتوي: «موږ د خدای (ج) ډېر شکر ګذار يو چې دلته زموږ سره د استادانو زياتې مرستې دې ته برابر کړو چې خپل ځان، خپل خدای او ټولنه وپېژنو. که له دې ځايه وځو نو له حکومت، ټولنې او کورنيو غواړو چې موږ بېکاره پاتې نشو؛ ځکه که کار نه وي، بيا هم مخه کوو نشو ته.»
په ياد روغتون کې يو بل تر درملنې لاندې پر نشهيي توکو روږدي محمدجواد هم وایي، ډېری کسانو د کاري بوختياوو نشتون له امله نشې ته مخه کړې ده.
دی وايي: «که موږ ته د کار زمینه برابره شي او مصروف شو، نو بیا به هیڅکله د نشې لوري ته لاړ نشو. موږ له حکومته غواړو چې موږ ته د حرفوي زدهکړو او کاري فرصتونه برابر کړي چې له مخې به يې خپلې کورنی ته نفقه هم پيدا کړو.»
په ياد روغتون کې نور تر درملنې لاندې روږدي کسان هم ورته غوښتنې لري او له حکومته غواړي چې د دې روغتون بسترونه زیات او اسانتیاوې پراخې کړي.
ورته وخت کې، پر نشهيي توکو د روږدو درملنې ۳۰ بستريز روغتون اداري مدير عزيزالله عزيزي وايي چې دغه روغتون کې د روان ۱۴۰۳ کال له پيل تر دې دمه د ۱۶۵ روږدو کسانو درملنه شوې ده.
هغه دغه راز وويل چې په روغتون کې د روږدو کسانو درملنه په فزيکي او رواني لحاظ ترسره کېږي.
د پکتيا عامې روغتيا رياست مسولين بيا وايي چې د مخدره موادو له مديريت سره په همغږي روږدي راټولوي او درملنه يې کوي.
د پکتيا د عامې روغتيا ریيس ډاکټر معراجګل عادل وويل چې روږد کسانو ته له درملنې وروسته د حرفوي زدهکړو برابرېدو برخه کې له کار او ټولنيزو چارو رياست سره په ګډه کار کوي چې رغېدونکو کسانو ته د حرفوي زدهکړو زمينه برابره کړي.
هغه وویل: «د مخدره موادو له مديريت سره په ګډه روږدي راټولوو او بستروو يې، درملنه يې کوو چې بسترونه ولرو. له دې وړاندې موږ محبس ته هم خپل ډاکټران ورلېږل او هلته مو هم روږدي تداوي کول. د حرفوي زدهکړو برابرېدو برخه کې د کار او ټولنيزو چارو رياست سره ګډې جلسې مو کړې او کار کوو.»
همداراز، د ياد روغتون د مسوولينو په خبره چې په روان کال کې يې ۴۳ پر نشهيي توکو روږدو کسانو ته په کورونو کې هم درملنه کړې.
د پکتيا د کارو او ټولنيزو چارو رياست ریيس قاري محمدرحيم نصرت پژواک ته وويل چې ۳۰۰ روږدو ته له رغېدو وروسته په پنځو برخو کې د زدهکړې زمینه برابریږي.
هغه زیاته کړه چې د ياد پرګرام پيل لپاره استادان ګمارل شوي او د حرفوي زدهکړو ټول وسایل هم رارسېدلي خو په خبره يې چې يوازې د يو مناسب ځای برابرولو لپاره انتظار دي.
هغه وويل، یادو کسانو ته د حرفوي زدهکړو ځای برابرول په امنيه قومانداني پورې اړه لري چې ژر به ځای برابر او حرفوي زدهکړې به ورته پيل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP