Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې یوې ښځې د زعفرانو د پروسس مرکز جوړولو له لارې سلګونه نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

کابل (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۳): اریانا رحماني هغه مېرمن چې د زعفرانو د پروسس برخه کې یې روزنه لیدلې، وايي چې هرات کې د زعفرانو د پروسس مرکز جوړولو له لارې توانېدلې چې د ځان‌بسیاینې سربېره څه باندې ۶۰۰ نورو ښځو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.

خو هغه له حکومته او نړۍوالې ټولنې غواړي چې له هغو مېرمنو څخه چې د زعفرانو برخه کې کار کوي، ملاتړ وکړي او په نورو کرنیزو برخو کې ورته هم د کار زمینه برابره کړي؛ ځکه چې زعفران په کال کې یو ځل حاصل ورکوي له همدې امله مېرمنو لپاره په کال کې یوازې دوه میاشتې د کار زمینه برابروي.

د افغانستان د زعفرانو ملي اتحادیې د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال هرات کې ۷۰ زره مېرمنې د زعفرانو برخه کې پر کار بوختې دي.

د زعفرانو د پروسس برخه کې له روزنې د توزیع مرکز تر جوړولو

۳۷ کلنه اریانا رحماني، هرات ښار کې د «اریانا زعفرانو د توزیع مرکز» بنسټ اېښودونکې پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، اته کاله مخکې، وروسته له هغه چې د زعفرانو د پروسس په برخه کې یې زده‌کړه وکړه، پرېکړه یې وکړه چې په دې برخه کې کار وکړي.

هغه زیاتوي، لومړي پړاو کې یې د لس زره افغانۍ پانګونې له لارې د زعفرانو د پروسس کار پیل کړ، د کروندګرو ځمکې به یې چې زعفران په‌کې کرل شوي وو، په اجاره اخیستې او له څو نورو مېرمنو سره به یې زعفران له ګلانو څخه بیلول.

نوموړې زیاتوي، په لومړیو کې یې کار په سنتي ډول پر مخ تلو خو د وخت په تېرېدو یې وکولای شول چې مدرنې صنعتي دستګاوې واخلي او اوس‌مهال زعفران په مسلکي توګه وچوي.

هغه د خپل کاروبار په غوړېدو خوشحاله ده او وايي، اوس‌مهال د زعفرانو د حاصلاتو په وخت کې ۱۰ مېرمنو ته په مستقیمه توګه د زعفرانو پروسس، بسته‌بندۍ او نورو برخو کې او دغه راز ۶۰۰ مېرمنو ته په غیرمستقیمه توګه د زعفرانو د راټولولو او د زعفرانو د ګل پاکولو برخه کې د کار زمینه برابروي.

هغه وايي، پنځه کاله مخکې یې کاروبار ډېر ښه و؛ ځکه چې هغه وخت یاد ولایت کې د زعفرانو حاصلات ښه وو خو د دوو وروستیو کلونو په اوږدو کې یې د هوا ګرمېدو له امله حاصلات کم شوي دي.

د مېرمن رحماني په وینا، زعفران تر ډېره په معتدله هوا کې وده کوي.

نوموړې څرګنده کړه: «پنځه کاله مخکې مو هر کال تر ۱۸ ټنه زعفران پروسس کول خو په دوو ورستیو کلونو کې درې ټنو ته کم شوي دي.»

هغې له حکومت او نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د زعفرانو د کښت او پروسس برخه کې ډېر کار وکړي څو د تولید کچه یې لوړه شي او زعفران‌کاره ښځو په دوامداره توګه د کار زمینه برابره وي.

د نوموړې په وینا، زعفران کال کې یو ځل حاصل ورکوي او یادې مېرمنې یوازې دوه میاشتې په یوه کال کې کار لري.

هغه ښځې چې د زعفرانو ګل ټولولو برخه کې کار کوي

نګین عصمتي چې پنځه کاله مخکې د «اریانا د زعفرانو د وېش په مرکز» کې یې کار پیل کړی، وايي، د زعفرانو ګل د ټولولو او پاکولو برخه کې کار کوي او د میاشتي ۷۰۰۰ افغانۍ معاش اخلي.

نوموړې له دې چې په یاده برخه کې یې روزنه لیدلې او د کار زمینه ورته برابره شوې، خوشحاله ده خو وايي چې دغه کار ته دې وده ورکړل شي څو ښځې په دوامداره توګه کار ولري.

د هغې په وینا، د دې له امله چې زعفران په کال کې یو ځل حاصل ورکوي، هغوی دوامداره کار نه‌لري او که د کرنې برخه کې د نورو زده‌کړو زمینه ورته برابره شي، په دوامداره توګه به کار ولري.

د هغې په وینا، ښځې د ګل ټولولو په وخت کې ځانګړې جامې او دست‌کش اغوندي او د زعفران تارونو د جدا کولو وخت کې له ډېر دقت څخه کار اخلي.

ورته مهال، د هرات د غوریان ولسوالۍ اوسېدونکې ساناز حمیدي چې پخوا د ښوونځي زده‌کوونکې وه، وايي، اوس په یاده کارخونه کې کار کوي.

هغه چې یاده کارخونه کې ورته د کار زمینې له برابرېدو خوښه ده، له مسوولینو غواړي څو د زعفرانو تولید، پروسس او کښت ډېر کړي.

«د هېواد په کچه ۸۰ زره ښځې د زعفران ټولولو، پروسس او بسته‌بندۍ برخه کې کار کوي»

د افغانستان د زعفرانو ملي اتحادیې رییس محمدابراهیم عادل پژواک ته وویل چې هرات ولایت کې د زعفرانو ۹۵ سلنه کار لکه د ګل ټولول، پروسس او بسته‌بندي ښځې کوي، په داسې حال کې چې نارینه یوازې د زعفرانو د کښت او اوبو کولو برخو کې کار کوي.

د هغه په وینا، اوس‌مهال د هېواد په کچه ۸۰ زره ښځې په دې برخه کې کار کوي چې له دې ډلې ۷۰ زره یې په هرات ولایت کې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، هرات کې سږ کال د زعفرانو حاصلات څه باندې څلوېښت ټنه ته رسېږي، په داسې حال کې چې تېر کال ۳۲ ټنه وو.

کارپوهان: ښځې د زعفرانو په تولید او د کورنیو په اقتصادي وده کې مهم رول لري

د پروان پوهنتون د کرنې پوهنځي رییس پوهنمل دوکتور حکیم‌الله امیني پژواک سره په خبرو کې زعفران له سرو زرو سره تشبه کړي او وايي، که په دې برخه کې کار وشي، مسکلي کاري ځواک ته به اړتیا ډېره شي.

نوموړي، د زعفرانو د ګل راټولولو کې د ښځو رول مهم وباله او زیاته یې کړه، هرات او په نورو ولایتونو کې د زعفرانو د کرلو او راټولولو بېلابېلو پړاونو کې ډېری ښځې برخه لري.

هغه وویل: «د زعفرانو د ګل راټولول معمولاً د سهار په لومړیو ساعتونو کې تر سره کېږي څو د محصول کیفیت وساتل شي، ښځې دا کار ډېر په دقت تر سره کوي، د زعفرانو مهمې برخې، د هغو د سرو کلالیو جلا کول دي چې باید په دقت سره له ګله جلا شي، دا موضوع مهارت او ظرافت ته اړتیا لري چې معمولاً د ښځو له خوا تر سره کېږي.»

ورته مهال، د کرنیزو چارو یو کارپوه ډاکټر خالد جویا د زعفرانو د تولید برخه کې د ښځو رول مهم بولي او وایي چې دې کار کې دقت، مهارت او توانمندۍ ته اړتیا وي او په دې برخه کې ښځې ډېر مهارت لري.

هغه وایي چې د زعفرانو برخه کې د ښځو کار کول کولی شي د بې‌وزلۍ کمولو، د خوړو امنیت په ښه کېدو او د کورنیو په اقتصاد کې د مرستې لامل شي.

نوموړی وایي، حکومت دې د ډېرو زعفرانو کرلو، د کارخونو جوړولو، دې برخه کې بزګرو او ښځو لپاره د رونیزو پروګرامونو له لارې د زعفرانو حاصلات او تولید ډېر کړي څو دې برخې ته ډېرې ښځې جذب شي.

«د افغانستان ۹۵ سلنه زعفران په هرات کې تولیدېږي»

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د احصایې او معلوماتو تنظیم امر احمد عرفان وایي: «د زعفرانو د پروسس او راټولولو برخه کې، کوم ارقام چې له موږ سره دي، په ټول هرات په ځانګړي ډول غوریان، پښتون‌زرغون، انجیل، ګذره او زنده‌جان ولسوالیو کې د ۶۰ تر ۷۰ زره ښځې پر کار بوختې دي.»

د هغه په خبره، د زعفرانو له راټولولو وروسته، د زعفرانو د پروسس او بسته‌بندۍ برخې ډېری کارکوونکې ښځې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د کال له ۳۰ تر ۴۰ ټنو پورې زعفران تولیدېږي چې له دې ډلې ۹۵ سلنه یې په هرات کې تولیدېږي.

عرفان، د زعفرانو د پروسس برخه کې د ښځو رول مهم وباله او ویې ویل: «د کرنې په برخه کې د زعفرانو کار ظریف دی، له ښځو پرته یقیناً نور څوک نه‌شي کولی چې دې برخه کې کار وکړي.»

هغه وایي: «له نېکه‌مرغه د کرنې په سکټور کې اسلامي امارت، ملي او نړی‌والې موسسې، کار کوي او هڅه کوي چې د پروسس او بسته‌بندۍ معیاري کولو برخه کې ډېر کار وکړي، هیله‌من یم چې راتلونکي کې دا صنعت لا ډېر وغوړېږي.»

نوموړي وویل، هڅه کوي، د ډېرو ښځو لپاره چې د خپلې کورنۍ نفقه‌راوړونکې دي، د کار زمینه برابره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.