Language

د مخابراتو وزارت: تر دې دمه ۱۸ میلیون سیمکارټونه راجسټر شوي

کابل (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۳): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، د مخابراتي شبکو د سیمکارټونو د ثبت بهیر له پیله راهیسې تر اوسه ‎ ۱۸ میلیونه سیمکارټونه ثبت شوي او دغه بهیر همداراز دوام لري.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت‎‌الله الکوزي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو را وروسته د خلکو یوه اساسي غوښتنه د غیرقانوني سیمکارټونو ثبت او راجسټر کول و چې دې برخه د هېواد ډېری خلکو شکایت درلود.

هغه لیکلي چې اوس‌مهال د سیمکارټونو د ثبت بهیر په ټول هېواد کې روان دی او تر اوسه کابو ۱۸ میلیون سیمکارټونه په قانوني بڼه ثبت او راجسټر شوي دي.

ده لیکلي چې اوس‌مهال په ټول هېواد کې کابو ۲۶ میلیونه سیمکارټونه شتون لري چې له ډلې یې ۱۸ میلیونه سیمکارټونه د طرزالعمل مطابق ثبت او راجسټر شوي او د پاتې سیمکارټونو د ثبت پروسه هم په ګړندي ډول روانه ده.