کابل (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۳): نېکبخت هغه کونډه مېرمن چې د کابل ښار د سړکونو پر غاړه لاسيتوکي پلوري له اقتصادي ستونزو او د خپل زوی له ناروغۍ کړېږي، له اسلامي امارت او شتمنو غواړي څو د روژې په مبارکه میاشت کې له بېوزلو او اړمنو سره مرسته وکړي.
۵۷ کلنه نېکبخت چې د پروان ولایت اصلي اوسېدونکې ده او اوس د کابل ښار په لسمه ناحیه کې ژوند کوي، هر قدم چې اوچتوي داسې ښکاري چې لکه کلونه یې یو دروند بار پر غاړه وړی وي، د ژوند کړاو، اقتصادي ستونزو او د زوی رواني حالت له امله دوامداره اندېښنو د هغې څېره داسې ستړې او ماته کړې چې ګواکې د عمر کلونه یې کم شوي وي، نېکبخت نور هغه ځوانه او هیلهمنه ښځه نه ده؛ د ژوند کړاوونو هغه پر ۷۰ کلنې مېرمنې بدله کړې ده.
نېکبختې چې تور حجاب اغوستی او مخ یې په نقاب پټ کړی و، په داسې یوه کور کې چې هلته څلور نورې کورنۍ هم ژوند کوي، په یوه خونه کې چې د میاشتې زر افغانۍ کرایه ورکوي، شپې او ورځې تېروي.
هغې په ۱۵ کلنۍ کې واده کړی او د واده ثمره یې دوه لوڼې او یو زوی ده، د خپل خاوند له مړیني وروسته یې د هغو مسوولیت پر غاړه شو، هغې په یوه نانوایي کې ډوډۍ پخوله، خو ځکه چې کار یې چندان عاید نه درلود، نانوایي یې وتړله.
د نېکبخت په خبره، د نانوایۍ له تړلو وروسته یې د خلکو په کورونو کې د کار کولو له لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه برابرول، هغه اوس د کابل ښار په کوڅو کې، په لاسګاډي کې کاغذي دستمالونه، ماسکونه او داسې نور پلوري چې ځینې ورځې ۵۰ افغانۍ ګټي، خو ډېری ورځې تش لاس کور ته ستنیږي.
هغه وايي چې مشر زوی یې ۲۳ کلن دی، رواني او روحي ستونزې لري، د کار کولو وس نهلري.
نېکبخت خپل زوی ته چې په زنځیرونو تړل شوی و، وکتل او ویې ویل: «که په کور کې یې یوازې پرېږدم، نه موږ ته شیشه پاتېکېږي، نه ګاونډیانو ته، هلک رواني ناروغي لري، د خلکو اولادونه وهي، زه مجبوره یم چې ویې تړم. کاغذ خوري، خپل کالي اور ته اچوي، یوه جوړه کالي ګاونډي ورته راکړل، اوس نور هېڅ کالي نه لري.»
د هغې په خبره، زوی يې په ۱۶ کلنۍ کې پر رواني ناروغۍ اخته شو دا چې د اقتصادي ستونزو له امله نهشي کولی د خپل زوی درملنه وکړي، رنځېږي.
هغې د روژې مبارکې میاشتې ته په اشارې وویل چې خوړو لپاره هېڅ شی نهلري، ان یو چارک اوړه د پخولو لپاره نهلري.
نېکبخت وایي چې د بېوزلۍ له امله ډېری وخت خپل اولادونه د هغو د ترور کور ته لېږي، څو وږي پاتې نهشي، له اسلامي امارت او شتمنو غواړي چې په دې میاشت کې د دې په څېر بېوزلو او اړمنو سره مرسته وکړي.
ورته مهال، د نیکبخت مشرې لور، شکریې چې په سترګو کې یې اوښکې ډنډې وې، ویې ویل: «له کوم وخته مو چې ښی او چپ لاس پېژندلی پلار مو نه دی لیدلی، مور مو هم پلار دی او هم مور.»
شکریه هم له شتمنو خلکو غواړي چې د دوی په څېر له بېوزله کورنیو سره مرسته وکړي.
ورته مهال، یو دیني عالم مفتي شمسالرحمن فروتن وايي: «بېوزلو، مسکینانو او اړمنو سره مرسته په هر وخت کې ثواب لري، په ځانګړې ډول د روژې په مبارکه میاشت کې ډېر زیات ثواب لري، رسول (ص) فرمایي: څوک چې روژهدار ته روژهماتی ورکړي الله تعالی به هغه ته د روژهدار د اجر په څېر اجر ورکړي، پرته له دې چې د روژهدار له اجر څخه کوم څه کم شي.»
فروتن وویل، هر څوک مکلفیت لري چې د خپل توان په اندازه له بېوزلو سره مرسته وکړي او الله تعالی د هغو په مقابل کې اجر او ثواب ورکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP