پلعلم (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۳): د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت وایي چې د دغه ولایت په کچه د ۳۳ غوره لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د والیبال سیالۍ چې شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې پیل شوې وې، د «لوګر اتلان» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمر انجنیر مزمل نعیم زی پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادې سیالۍ د برهکي برک ولسوالۍ اړوند برکي راجان سیمه کې د ولایت په کچه د ۳۳ لوبډلو ترمنځ پر لاره اچول شوې وې چې شاوخوا ۴۵ ورځې یې دوام وکړ.
هغه وویل چې د دغو سیالیو په پایلوبه کې د لوګر اتلانو لوبډلې وکولی شول د محمداغې ولسوالۍ فهیم والیبال لوبډلې ته د ۳-۰ په توپیر ماتې ورکړي او اتلولي په خپل نوم کړي.
نعیمزی وایي، د یادو سیالیو د جوړولو موخه والیبال ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د اړیکو پراختیا او د ورزشکارانو ظرفیت لوړول وو. هغه همدارنګه زیاته کړه چې هڅه کوي په راتلونکي کې د لوګر په کوربتوب د څو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ جوړې کړي.
بلخوا، د جوړو شوو سیالیو یو ګډونوال احمدراشد پژواک ته وویل، چې د دغو سیالیو له ترسره کېدو خوښ دي.
نوموړي زیاته کړه چې د والیبال فدارسیون ته په کار ده چې د لوګر ولایت د والیبال ورزشکارانو د ظرفیت لوړولو، وسایلو او لوبغالي جوړولو برخه کې خپله پاملرنه زیاته کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP