کابل (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، شمالي مقدونیا کې د نڅا په یوه کلب کې د اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۵۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او له ۱۵۵ ډېر ټپیان دي.
د بيبيسي راپور له مخې، دا اور لګېدنه ځایي وخت شاوخوا ۲:۳۰ بجې د کوکاني ښار په پلس کلب کې رامنځته شوه.
دغه ښار د پلازمېنې، اسکوپیه ختیځې خوا په شاوخوا سل کیلومترۍ کې پروت دی.
راپور کې راغلي چې په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۵۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او تر ۱۵۵ زیات ټپیان دي.
د یاد هېواد د کورنیو چارو وزیر پانسي تسکوفسکي کاور ویلي، اور د پټاکیو د سپرغیو له امله رامنځته شوی چې له سوځېدونکو توکو پرجوړ چت لګیدلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP