میدان ښار (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۳): میدانوردګو کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د یوه سړی مړی له یو میل وسلې سره موندل شوی دی.
د میدانوردګو امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نن د دغه ولایت سیداباد ولسوالۍ اړوند د جنګجای کلي په غره کې د یوه سړي مړی له یو میل وسلې سره موندل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، تراوسه د یاد کس د مرګ څرنګوالی معلوم نه دی خو مړی د لا زیاتو څېړنو لپاره عدلي طب ته لېږدول شوی.
د سرچینې په حواله، یاد مړی په داسې حال کې موندل کېږي چې د سیداباد ولسوالۍ په جنګجای کلي کې څو ورځې وړاندې د کوچیانو او سیمې خلکو ترمنځ شخړه رامنځته شوې وه چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ درې غړي (پلار او دوه زامن) وژل شوي وو.
د مسوولینو په خبره، د یادې پیښې عاملین په تېښته بریالي شوي وو چې وروسته یې له ډلې پنځه کسان په غزني او لوګر ولایتونو کې نیول شوي او پاتي نور عاملین هم تر جدي څار لاندې دي څو ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP