Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا کې د توپان او سختو بادونو له امله ۳۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۳): امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په لوېدیځو او سوېلي سیمو کې د سختو بادونو له امله تر اوسه ۳۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

ای‌بی‌سی نیوز راپور ورکړی چې د یادو بادونو له امله یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي او ډېر مالي تلفات یې اړولي دي.

راپور ورکړل شوی چې تر اوسه څه باندې ۴۰ ګردبادونه راغلي او سرعت یې په ساعت که څه باندې ۱۳۰ کیلومتره ښودل شوی دی.

د راپور له مخې، توپانونو ودانۍ ورانې کړې، د برېښنا د تامینولو سیسټم یې خراب کړی او څه باندې سل ځنګلي اورلګېدنې یې پراخې کړې دي.

راپور کې زیاته شوې په داسې حال چې توپان په سیمه کې خپل مسیر ته دوام ورکوي، میلیونونه کسان اوس هم له خطر سره مخ دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.