Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تکواندو یوه افغان لوبغاړي بلجیم کې د خپلو درېیو سیالانو په ماتولو سره دویم مقام ګټلی

کابل (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۳): د تکواندو افغان لوبغاړي فرزاد منصوري بلجیم کې د تکواندو په نړۍوالو سیالیو کې خپل فرانسوي او هالنډي سیالانو ته په ماتې ورکولو سره دویم مقام ګټلی دی.

د تکواندو افغان لوبغاړي فرزاد منصوري نن پژواک خبري اژانس ته وویل، د تکواندو «اوپن» سیالۍ چې د بلجیم په کوربه‌توب پرون پیل شوې وې او ټاکل شوې نن پای ته ورسېږي، د امریکا، کاناډا او اروپایي هېوادونو د تکواندو لوبغاړو برخه اخیستې ده.

نوموړي وویل، د دغو یادو سیالیو په لومړي پړاو کې یې خپل فرانسوي سیال ته ماتې ورکړه او بیا یې هالنډي سیال ته په ماتې ورکولو سره په دغو سیالیو کې پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

هغه زیاته کړه، په پایلوبه کې یې له خپل امریکایي سیال څخه ماتې وخوړه او د دویم مقام په ګټلو سره یې د نقرې مډال ترلاسه کړ.

دغه افغان ورزشکار اوس‌مهال د انګلستان په منچستر ښار کې ژوند کوي.

د یادونې ده چې فرازد منصوري شاوخوا یوه میاشت مخکې هم د ترکیې په کوربه‌توب د تکواندو «اوپن G2» نړۍوالو سیالیو کې د برنزو مډال ګټلی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.