کابل (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه فرمان له مخې د امریکا غږ او د دغه هېواد یو شمېر دولتي رسنیو کارکوونکي په اجباري ډول رخصت شوي او د ازادۍ راډیو بودجه هم قطع شوې ده.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه اجراییوي فرمان کې د امریکا غږ څه باندې ۱۳۰۰ کارکوونکو په ګډون د یاد هېواد د دولتي رسنیو کارکوونکي تر بلې خبرتیا پورې په جبري ډول رخصت کړل.
د امریکا غږ رییس مایکل ابرامویټز ویلي: «زه په ژوره توګه خواشینی یم چې په ۸۳ کلونو کې د لومړي ځل لپاره د امریکا غږ چوپ کېږي.»
راپور کې راغلي، امریکا د ازادۍ راډیو بودجه هم قطع کړې ده.
ولسمشر ټرمپ او متحدینو یې امریکا غږ د محافظهکارانو پر ضد په تعصب تورنه کړې ده.
همداراز د فرانسې پلازمېنه پاریس کې د بېپولې خبریالانو سازمان (RSF) د امریکا ولسمشر دغه اقدام غندلی ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ د حکومت د موثریت څانګې (ډوج) مشر ایلان ماسک څه موده مخکې د ازادي او امریکا غږ راډیوګانو بندېدو غوښتنه کړې وه.
د امریکا غږ په ۱۹۴۲ کال کې رامنځته شوه چې د امریکا څو رسنیز لوی نړۍوال سازمان دی او مخاطبینو ته پر څه باندې ۴۵ ژبو خپرونې لري، د امریکا غږ په بشپړ ډول د امریکایي مالیې ورکوونکو او د امریکا نړۍوالو رسنیزې ادارې له لارې تمویلېږي.
همداراز، د اروپا ازادي راډیو د افغانستان لپاره خپلې ازمایښتي خپرونې په پښتو او دري ژبو په ۲۰۰۲ کال کې پیل کړې او د جنورۍ په ۳۰مه د چک جمهوریت پراګ ښار د افغانستان لپاره د دې راډیو د پرانیستلو مراسمو کوربه و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP