پلعلم، غزني (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۳): سیمهییز مسوولین وايي چې د څه باندې ۳۰ میلیون افغانیو په ارزښت د لوګر ولایت د لوړو زدهکړو موسسې اړوند د درېیو رغنیزو پروژو او د غزني ولایت مقر ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوې شبکې چارې پیل شوې.
د لوګر ولایت د لوړو زدهکړو موسسې مطبوعاتي مسؤول محمدنسیم ریحان پژواک خبري اژانس ته وویل چې د لوړو زدهکړو وزارت له لوري د ۲۳ میلیون افغانیو په ارزښت د درې رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
هغه زیاته کړه، دغه پروژو کې د لوګر ولایت لوړو زدهکړو مؤسسې د لیلیې ودانۍ بیارغول، د لیلیې خوړنځای او ګدام جوړول شامل دي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته به وسپارل شي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې اوسمهال د لوګر ولایت د لوړو زدهکړو موسسې کارکوونکي او محصیلین له ستونزو سره مخ دي چې د یادو پروژو له بشپړېدو سره به د ادارې کارکوونکو او محصیلینو ستونزې هوارې او پراخې اسانتیاوې به رامنځته شي.
بلخوا، د لوګر د لوړو زدهکړو موسسې یوه زدهکړیال عبدالله پژواک ته وویل، خوښ دی چې د لوګر ولایت د لوړو زدهکړو موسسه کې د لیلیې ودانۍ بیارغولو سره درې مهمې پروژې عملي کېږي.
هغه وویل، د یادو پروژو له بشپړېدو سره به د لوګر ولایت د لوړو زدهکړو موسسې د محصیلینو او کارکوونکو ډېرې ستونزې هوارې شي.
نوموړی حکومت ته وړاندیز کوي چې د لوګر لوړو زدهکړو موسسې ته غځېدلی سړک هم په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي.
همداراز، د غزني مقر ولسوالۍ په «علمخېلو» کلي کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوې شبکې چاري پیل شوې.
د غزني ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي محمدقاسم امیني د یادې پروژې پرانیستې غونډه کې وویل، د اوبو د دغې شبکې چارې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د شاوخوا اووهنیم میلیون افغانیو په مالي لګښت پیل شوې چې د شپږو میاشتو په ترڅ کې به بشپړې شي.
هغه زیاته کړه، د دې پروژې په جریان کې به د سیمې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي چې له بشپړېدو سره به یې د یاد کلي ۲۶۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
دی وايي: «یادې شبکې لپاره یوه ژوره څاه، د اوبو ۶۰ متره مکعبه ذخیره، ۱۵ سولرونو نصبول، شاوخواه شپږنیم زره متره پایپ غځول او همدارنګه ۱۳۲ د اوبو نلکۍ نصب کېږي.»
دی زیاتوي چې نږدې راتلونکي کې دې ته ورته نورې پروژې هم تر لاس لاندې دي چې په یو شمېر ولسوالیو کې به تطبیق شي.
ورته وخت کې د مقر ولسوالۍ یوه قومي مشر اللهمحمد پژواک ته وویل، د دې شبکې له بشپړېدو سره به د علمخېلو کلي لسګونه کورنیو د څښاک پاکو اوبو برخه کې شته ستونزې هوارې شي.
باید وویل شي چې څو ورځې مخکې هم د غزني ګیلان ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د څښاک پاکو اوبو یوې شبکې چاري پیل شوې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP