Language

په یمن کې د امریکا هوایي بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۵۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، په یمن کې د امریکا په هوایي بریدونو کې ۵۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۹۸ نور ټپیان دي.

د بي‌بي‌سي راپور له مخې، امریکا تېره ورځ اعلان وکړ چې په یمن کې یې د حوثیانو پر مرکزونو بریدونه کړي او د هغوی ځينې چارواکي یې وژلي دي.

راپور کې د حوثیانو د روغتیا سازمان ویاند، انیس الاصبحي له قوله راغلي چې په دغو بریدونو کې د وژل شوو کسانو شمېر ۵۳ او د ټپیانو شمېر ۹۸ تنه دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، حوثیانو چې د ایران له‌ خوا يې ملاتړ کېږي، پر امریکایي الوتکو توغندي توغولي او د امریکا سرتېري او متحدین یې په نښه کړي دي.

د راپور له مخې، حوثیانو‎ ویلي، د امریکا هوايي بریدونو ته به په بشپړ ځواک سره ځواب ورکړي او دوی یوازې هغه کښتۍ په نښه کوي چې اسرائیلو، امریکا او یا بریتانیا پورې تړاو ولري.