اېبک (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۳): د سمنګان د دره صوف بالا او دره صوف پایین ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي او په دغه ولایت کې موټرچلوونکي وايي چې د ایبک – دره صوف سړک خرابوالي له امله اړ دي چې اوږده لار ووهي او بیا د مزارشریف له لارې د دغه ولایت مرکز ته ورسېږي.
د دره صوف بالا او پایین ولسوالیو سړک د سمنګان تر مرکز پورې څه باندې ۱۲۰ کیلومتره اوږودوالی لري چې یوازې ۱۹ کیلومتره یې پوخ شوی او پاتې برخه یې د خرابوالي، په ځانګړې توګه د ژمي په موسم کې د ګټې اخیستنې وړ نه ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دې دوو ولسوالیو کې څه باندې ۲۰۰ کسان ژوند کوي چې ډېر یې، په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو باروړونکو موټرو چلوونکي اړ دي چې د مزارشریف – سمنګان اوږد مسیر طی کړي او دې چارې د اضافي لګښت ترڅنګ ناروغانو، مسافرو او موټرچلوونکو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړې دي.
د سمنګان د دره صوف پایین ولسوالۍ اوسېدونکی امدادالله د ایبک – دره صوف لارې خرابوالي ستونزې ته په اشاره وايي: «یاد مسیر په ډېر بد حالت کې دی، په ځانګړې توګه په ژمي کې لا ډېر خرابېږي، دره صوف د ډبرو سکرو کانونه لري چې کلونه کیندنې په کې کېږي خو تر اوسه معیاري سړک نه لرو او دا رښتیا هم د دې سیمې د خلکو په حق کې ظلم دی.»
هغه ټینګار کوي چې هره ورځ څو مسافر وړونکي او باروړونکي موټر د سړک خرابوالي له امله پېښه کوي او په ځینو مواردو کې ناروغان د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکوي.
د دره صوف پایین یوه بل اوسېدونکي عنایتالله د یادې لارې وضعیت اندېښمنوونکی بولي او وايي، د مزارشریف – سمنګان اوږده لاره ډېر وخت او لګښت لري او له حکومته د ټولو خلکو غوښتنه دا ده چې د سړک ستونزې ته رسېدنه وکړي.
هغه زیاته کړه: «څو ځلې مو لیدلي چې ناروغانو د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.»
د دره صوف بالا یو شمېر اوسېدونکي هم ورته نظرونه لري او د دې ستونزې د حل برخه کې د حکومت جدي پاملرنه غواړي.
دغهراز، د ډبرو سکرو موټر یو شمېر چلوونکي چې پر دې لاره تګ راتګ کوي وايي، د سړک خرابوالي له امله د ډبرو له سکرو بار موټر یې په څو ورځو کې سمنګان ته رسېږي.
د ډبرو سکرو موټرچلوونکی ګلاحمد چې له کابله یې دره صوف ته د بارنیونې په موخه سفر کړی وايي، ۲۴ ساعته مخکې یې حرکت کړی او اوس هم پر لاره دی.
نوموړي وویل: «درې ورځې مخکې مې موټر کې له دره صوف څخه د ډبرو سکاره بار کړل خو لا تازه نیمې لارې ته رسېدلی یم، ښايي دوه نورې ورځې مې هم لاره کې وي؛ رښتیا هم دردوونکې ده، د دې لارې په څه باندې ۲۳ ځایونو کې مو خپله خاوره واچوله څو وکولای شو چې تېر شو، که دغه سرک په معیاري توګه جوړ شي، دا د درېیو ساعتو لاره ده خو اوس څو ورځې مزل کوو.»
دغهراز، د ډبرو سکرو یوه بل موټرچلوونکي عبدالقدیر وویل، دا مسیر دومره خراب دی چې په واورو خټو کې موټر بند پاتې کېږي او بېرته را ايستل یې ساعتونه او ان ورځې نیسي.
هغه وویل، بله بدیله لار د مزار شریف ده چې ډېره اوږده او لګښت لرونکې ده، که د دره صوف – ایبک سړک جوړ شي، هم به د خلکو او هم به د موټرچلوونکو ستونزې حل شي او هم به ورسره د ډبرو سکرو سوداګري ښه شي.
اقتصادي اغېزې؛ هغه لارې چې کولای شي بدلون رامنځته کړي
د اقتصادي چارو د پوهانو په خبره، که دغه سړک په معیاري ډول جوړ شي، د ډبرو سکرو د انتقال د مصرف کمېدو ترڅنګ، د سیمې کارګرو او پانګهوالو ته به لا ډېر اقتصادي فرصتونه برابر شي.
د اقتصادي چارو یو پوه او د پوهنتون یوه استاد عبیدالله وایي چې د ایبک – دره صوف سړک جوړېدا کولای شي چې د سمنګان خلکو لپاره د پام وړ اقتصادي تاثیرات ولري، دغه سړک نه یوازې د ۲۰۰ زرو کسانو ارتباطي لارو ته ښهوالی ور بښي، بلکې لویو بازارونو ته د خلکو د محصولاتو رسېدو او اساسي اړتیاوو لاسرسی برابروي.
ورته مهال، د سمنګان ځایي مسوولین تاییدوي چې د ایبک – دره صوف سړک خپلې ستونزې لري او دوی هڅه کوي څو هغه د ۱۴۰۴ کال کاري پلان کې په پام کې ونیسي.
د دره صوف پایین ولسوال قاري جعفر طیار وویل چې د ایبک – دره صوف پر سړک د تېر حکومت پر مهال په ابتدایي ډول جغلاچونه شوې وه چې اوس له بدهمرغه ۹۰ سلنه بېرته تخریب شوی او تقریباً د استفادې وړ نه دی.
هغه وویل چې د دره صوف پایین او دره صوف بالا ولسوالۍ د ۲۰۰ زره کسانو له ډلې یوازې ۱۰ سلنه یې د ایبک – دره صوف له سړکه استفاده کوي، د ډبرو سکرو د لویو موټرو په ګډون ۹۰ سلنه اوسېدونکي د دره صوف – مزارشریف له لارې استفاده کوي؛ ځکه چې دغه سړک پوخ دی خو د دره صوف – ایبک په پرتله دوه برابره اوږد دی.
بلخوا، د سمنګان د ټولګټو رییس مولوي محمدرحمان محمدي پژواک ته وویل، د دره صوف – ایبک سړک یوازې ۱۹ کیلومتره پوخ دی او د دغه ولایت د خلکو مسلم حق و څو د تېر جمهوریت نظام کې په اساسي ډول قیر شوی وای.
هغه زیاتوي چې تېر کال د دغه سړک جوړول په پام کې و او له مالیې وزارت سره هم شریکه شوې وه، خو د بودجې نشتوالي له امله یې کارونه وځنډېدل، په ۱۴۰۴ کال کې د بودجې برابرېدو په صورت کې به د هغه د بیارغونې کارونه پیل شي.
د سمنګان د دره صوف پایین او دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو کانونو درلودو له امله د حکومت د عاید یوه برخه جوړوي، خو کلونه کېږي چې د دې سیمې اوسېدونکي د یوه معیاري سړک له نشتوالي شکایتونه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP