کابل (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، اسرائیلو یو ځل بیا پرون او نن پر غزې هوایي بریدونه کړي چې په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۲۷۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې اسرائیلو نن سهار پر غزې هوایي بریدونه کړي.
سرچینې د فلسطین د روغتیا وزارت له قوله لیکلي چې په دغو بریدونو کې له ۲۰۰ زیاتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
راپور کې راغلي چې یاد بریدونه پر څو سیمو، په ځانګړې توګه د شمالي غزې، غزې ښار، دیرالبلح، خان یونس او رفح کې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، اسرائیلو تېره ورځ هم پر غزې هوایي بریدونه کړي چې په پایله کې لږ تر لږه ۶۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی و.
د حماس غورځنګ خبرداری ورکړی چې د اسرائیلو نوي هوایي بریدونو اوربند مات کړی او د یرغمل شوو برخلیک یې له خطر سره مخ کړی دی.
د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکتوبر په اوومه په غزه کې د حماس او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوه.
د راپورونو له مخې، په څه باندې یوه کال کې په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۴۶۷۰۷ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۱۰ زره نور ټپيان شوي دي.
د روان کال مرغومې میاشت په وروستیو ورځو کې اسرائیل او حماس په غزه کې د اوربند او بندیانو خوشي کولو په تړاو هوکړې ته ورسېدل او دا هوکړه، د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب لاسلیک شوه خو حماس وایي چې اسرائیلو اوربند او هوکړه مات کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP