جلالآباد (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۳): د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسوولین وایي چې روان لمریز کال په دغه ولایت کې نږدې ۲۰ زره کونډو، یتیمانو او معلولینو ته ۹۶۷ میلیونه افغانۍ میاشتني حقوق ورکړل شوي دي.
د ننګرهار د شهیدانو او معلولینو چارو رییس قاري محمدصابر ځواک د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د خپلې ادارې د فعالیتونو په اړه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د ثبت او بایومټريک او د غیر مستحقو کسانو د تثبیت چاره يې هم چټکه کړې چې تر اوسه یې شاوخوا درې زره غیرمستحق کسان د میاشتني مساعدت له لېستونو ایستلي دي.
هغه زیاته کړه، له دې ادارې سره شاوخوا ۵۰زره کونډې، يتیمان او معلولین ثبت دي چې د بایومټريک لړۍ يې په چټکۍ سره روانه ده او شاوخوا شل زر کسانو ته په روان کال کې میاشتنی مساعدت ورکړل شوی دی.
دی وايي: «موږ ته په ۱۴۰۳ کال کې ۹۶۷ میليونه افغانۍ ځانګړې شوې وې چې له ډلې يې ۷۲۶ میليونه افغانۍ پر ۹زره او ۷۸۰ کونډو او يتيمانو او ۲۳۴ ميليونه او ۷۴۹ زره افغانۍ پر ۹زره او ۲۸۷ معلولینو وېشل شوې دي.»
د نوموړي په وينا، په يتيمانو او کونډو کې ۲۰۳۹ د اسلامي امارت د شهیدانو د کورنیو، ۴۳۳۴ د تېر نظام د وژل شوو سرتېرو د کورنیو او ۳۳۲۲ د ملکي شهیدانو د کورنیو کونډې او یتیمان شامل دي.
نوموړي دغهراز وويل چې د معلولینو له ډلې ۲۹۵ د اسلامي امارت معلولین، ۷۲۴۵ ملکي او د حوادثو معلولین او ۷۱۱ د تېرې ادارې معلولین شامل دي.
د شهیدانو او معلولینو رییس وايي، په دغه ولايت کې يې د ثبت او بایومټريک لړۍ هم چټکه کړې چې د جعلکارۍ ډېره مخه يې نيولې ده.
دی وايي: «تراوسه ۲۶۵۰ غېرمستحق د یيتمانو او کونډو کورنۍ او ۲۲۲۵ معلولین چې غیرمستحق وو، د مساعدت له لېستونو ویستل شوي دي. له دغو کسانو چې په جعلکارۍ سره يې مساعدت تر لاسه کړی، د پيسو د بېرته راګرځولو لړۍ هم روانه ده چې تر اوسه ۱۰ ميليونه او ۹۹۹ افغانۍ ترې بېرته تر لاسه شوي او د اسلامي امارت خزانې ته تسلیم شوې دي.»
قاري محمدصابر ځواک وويل، د بایومټريک په لړۍ کې روان ۱۴۰۳ کال کې ۹۸۰۴ معلولین او ۳۷۱۷ د شهیدانو کورنۍ چې د کونډو او يتيمانو شمېر يې ۱۵زره او ۱۶۸ کسانو ته رسېږي بایومټریک شوي دي.
هغه وايي، د چارو د اسانتيا په موخه يې په ټولو ولسواليو کې امریتونه فعال کړي او د هرې ولسوالۍ معلول، کونډه او يتيم کولی شي چې په خپلې ولسوالۍ کې خپلې ستونزې حل کړي.
د شهیدانو او معلولینو رییس له کورنيو او معلولینو وغوښتل چې د را روان کال لپاره د مساعدت د تر لاسه کولو په موخه خپل اسناد ترتیب او دغه ریاست او په ولسواليو کې دې امریتونو ته وسپاري خو ټينګار يې وکړ چې په را روان کال کې له برېښنايي تذکري پرته چاته مساعدت نه ورکول کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP