Language

اروزګان او هلمند کې له زرګونه بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه

لښګرګاه، ترینکوټ (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۳): سیمه‌ییز مسوولین وايي چې په اروزګان او هلمند ولایتونو کې له څه باندې ۹۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه.

د هلمند د والي ویاند، مولوي محمدقاسم ریاض، پژواک خبري اژانس ته وویل، د مرکز لښکرګاه ښار په ګډون د دغه ولایت خانشین او بهرامچي ولسوالیو کې خوړو نړۍوال پروګرام  په مالي مرسته له ۲۴۹۸ بېوزلو کورنیو سره  د خوراکي توکو مرسته وشوه.

نوموړي زیاتوي، هري کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵ کیلو غوړي، ۶.۲۵ کیلو دال، مالګه، درې کیلو دتقویې مواد او ۱.۵ کیلو د ماشومانو لپاره د خوارځواکۍ توکي وېشل شوي.

په ورته وخت کې، د اروزګان ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي چې  د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او چارچینو ولسوالیۍ کې له څه باندې ۷ زره کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرستې وشوې.

د دې ریاست اداري مرستیال ننګیالي حبیبي پژواک اژانس ته وویل، تېره ورځ مرکز ترینکوټ کې د WFP او OHA له خوا درې زره او ۶۷۳ اړمنو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

همدا راز حبیبي زیاتوي، د خوړو نړۍوال پروګرام له خوا نن چارچینو ولسوالۍ کې هم له ۳ زره او ۴۳۲ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د ده په وینا، په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۶ کیلوګرامه دال، ۴ لیټره غوړو او مالګه ووېشل شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.