کندوز (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۳): د کندوز یو شمېر اوسېدونکي او لرغونپوهان له سرپرست حکومته غواړي چې په دغه ولایت کې د رستم تاریخي ارګ (د زال کلا) چې د هېواد یو له مهمو تاریخي ځایونو ګڼل کېږي او اوس د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی، بیاورغوي.
د کندوز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولینو په وینا، د رستم ارګ یا د زال کلا سلګونه کاله لرغونتوب لري او د باختر تمدن د پاچهۍ په بېلابېلو دورو پورې اړه لري؛ دغه کلا د کندوز په قلعهزال ولسوالۍ کې موقعیت لري، په مربعي بڼه جوړه شوې او شاوخوا ۲۰۰ جریب ځمکه یې نیولې چې اوس یې یوازې د دېوالونو ځینې برخې تر سترګو کېږي.
د لرغونپوهانو په خبره، دغه کلا لوړ تاریخي او فرهنګي اهمیت لري او کېدای شي د افغانستان د ملي میراث او هویت برخه وبلل شي، خو په تېرو کلونو کې د بېغورۍ له امله دې ابدې ته سخت زیان رسېدلی او بیارغونې او ترمیم ته جدي اړتیا لري.
په یاد ولایت کې د کریم جسور بېک په نوم لرغونپوه وايي چې د ترسره شوو څېړنو او د دې کلا د خښتو د ارزونې پر بنسټ، د هغې په څلورو اړخونو کې د ۳۲ ګنبدو څلور ټولګې جوړې شوې؛ یعنې په هر اړخ کې یې د ۳۲ ګنبدو یوه ټولګه شتون لري.
هغه زیاته کړه چې د دې کلا خښتې د چهلدختران غونډۍ په نسبت غټې دي چې د چهل دختران په نسبت د دې کلا د ډېرې تاریخي مخینې ښکاردندويي کوي او هره خښته ۱۸ سانتي متره پلنه او له ۴۰ تر ۴۵ سانتي متره اوږده ده چې د هغې دورې د خلکو د قد لوړوالی بیانوي.
یادو لرغونپوهانو له اسلامي امارته وغوښتل څو د دې تاریخي ابدې بیارغولو ته جدي پاملرنه وکړي.
د کندوز یوه اوسېدونکي جانمحمد وویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې د زال کلا بیارغونې او ترمیم ته جدي پاملرنه وشي او دا کلا د افغانستان یوه له مهمو تاریخي ابدو ده، خو له بده مرغه په تېرو کلونو کې مخکني حکومت د هغې د بیارغولو لپاره هیڅ اقدام ونه کړ.»
بلخوا، د کندوز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي چې د دې کلا بیارغونې او ترمیم په اړه یې څو ځلې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وړاندیز کړی او هیله شته بیاورغول شي.
د کندوز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر بریالي همنوا وویل: «موږ د دې کلا د بیارغونې او بیا جوړولو په اړه پرلهپسې راپورونه وزارت ته استولي او یو بل راپور هم د چمتو کولو په حال کې دی څو له وزارت سره شریک شي.»
هغه دغه راز زیاته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپوهانو یوه پلاوي دغه کلا له نږدې لیدلې او هیله ده چې په راتلونکو کلونو کې یې د بیارغولو کارونه پیل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP