Language

د صادراتو لپاره د واحد سیسټم طرحه د تایید وړ وبلل شوه

کابل (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې له خوا په صادراتو کې د ښکېلو وزارتونو او ادارو لپاره د واحد سیسټم رامنځته کولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه او د نهايي پرېکړې لپاره اقتصادي کمېسیون ته واستول شوه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه تېره ورځ په کابل کې ترسره شوه.

خبرپاڼه کاږي، له هراړخیز بحث وروسته د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره په صادراتو کې د ښکېلو وزارتونو او ادارو لپاره د واحد سیسټم رامنځته کولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.

خو سرچینې په یاده طرحه کې د راغلو تعدیلاتو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دې طرحې له مخې به په صادراتي اسنادو کې له جعله مخنیوی وشي، د صادراتو وخت او لګښت به راکم شي، د صادراتو د تضمین اعتبار به زیات شي او په ټوله کې به د صادراتو په زیاتېدو کې مهم رول ولري.