کابل (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۳): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له دوو موسسو سره د څه باندې ۱۴۷ زره او ۷۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې یاد هوکړهلیکونه له «د خلکو د ملاتړ لپاره بشردوستانه مرستې» او «ټولنیزې او پراختیایي نوې لار» موسسو سره لاسلیک شول.
سرچینه کاږي، دغه هوکړهلیکونه د کډوالو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د یادو موسسو د استازو ترمنځ تېره ورځ کابل کې لاسلیک شول.
د سرچینې په حواله، یاد دوه هوکړهلیکونه ۱۴۷ زره او ۷۱۲ امریکايي ډالرارزښت لري.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغو هوکړهلیکونو له مخې به یادې موسسې یاده اندازه پیسې په کندوز، بدخشان او بامیان ولایتونو کې د ژمنيو جامو وېش، خوراکي توکو او حرفوي زدهکړو برخو کې ولګوي چې ٣٦٠ بېځايه شوې او راستنې شوې کورنۍ به ترې برخمنې شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د روانې کب میاشتې په ۸مه هم له دوو موسسو سره د څه باندې یو میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP