Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان او ترکمن چارواکو د ټاپ پروژې د عملي چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ

کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۳): د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، د ټاپ پروژې د لارې نقشه د دغه وزارت له لوري وروستۍ شوې او ډېر ژر به له ترکمن لوري سره شریکه شي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره ولیدل.

خبرپاڼه کاږي، د یاد هېواد سفیر په دې لیدنه کې د ټاپ پروژې په چارو کې لا زیاتو همغږیو ته په اشاره د دې پروژې د لارې نقشې شریکولو غوښتنه وکړه.

د خبرپاڼې په حواله، د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په یاده لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو مخینې ته په اشاره دوه اړخیزې همکارۍ ستایلې او د ټاپ پروژې د عملي چارو پر چټکتیا یې ټینګار کړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، منصور د ترکمنستان سفیر ته ډاډ ورکړی چې د دې پروژې د لارې نقشه د دغه وزارت له لوري وروستۍ شوې او ډېر ژر به ورسره شریکه شي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دې لیدنې په پای کې د یادې پروژې د چارو د لا چټکتیا په موخه د دواړو لورو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ پر لیکه غونډو ترسره کولو ټینګار شوی دی.

ټاپ له ترکمنستانه د افغانستان له خاورې پاکستان ته د برېښنا لېږدونې پروژه ده، په یاده پروژه کې د ترکمنستان له ماري ښاره تر پاکستان پورې د برېښنا ۵۰۰ کیلوولټ مزي غځول شامل دي؛ دغه مزی ۷۰۵ کیلومتره د افغانستان په خاوره کې غځول کېږي.

افغانستان د ترانزیټي ګټې ترڅنګ کولای شي د برېښنا له دغه مزي ۳۰۰ میګاواټه برېښنا هم ترلاسه کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.