Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان او ازبېکستاني چارواکو د کانونو برخه کې د ګډ کار او دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې

کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۳): ازبېکستاني پلاوي د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د افغانستان د کانونو د سروې، اکتشاف، استخراج، او د منرالونو د پروسس برخو کې د ګډ کار او دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت‌الله بدري د ازبېکستان د جیولوجي او کانونو وزارت د بهرنیو عملیاتي چارو سلاکار بهزاد مرمودوف، د یاد هېواد د استخراجي شرکتونو عمومي رئیس خاید بي او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

بدري په دغه لیدنه کې ویلي، یاد وزارت هڅه کوي د ملي او نړۍوالو پانګوالو لپاره د کانونو برخه کې د پانګونې لا زیاته زمینه برابره کړي.

مرمودوف هم په دغه لیدنه کې، د طوطي میدان ګازو پروژې د چارو او د میدان‌وردګو ولایت د خوېش اوسپنې کان په اړه خبرې کړې دي او ویلي یې دي چې دوی به د کانونو د سروې، اکتشاف، استخراج، او د منرالونو د پروسس برخو کې ګډ کار او همکاري ولري.

سرچینې لیکلي چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هغوی د لېوالتیا هرکلی وکړ او د لازمو همکاریو ډاډ یې ورکړ.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.