Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان بانک او مالیې وزارت ترمنځ د تادیاتي سیسټمونو د نښلولو هوکړه لاسلیک شوه

کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۳): د افغانستان بانک او مالیې وزارت ترمنځ د تادیاتي سیسټمونو د نښلولو هوکړه‌لیک لاسلیک شو، مسوولین وایي چې د دې هوکړې موخه د عوایدو راټولولو کې روڼتیا، مالي نظم، او د حکومتي لګښتونو د برېښنايي کولو بهیر چټکول دي.

یاد هوکړه‌لیک د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد او د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالقدیر احمد ترمنځ نن کابل کې لاسلیک شو.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د دغه هوکړه‌لیک لاسلیک مراسمو کې وویل: «نن موږ د افغانستان بانک او د مالیې وزارت ترمنځ د یوه مهم هوکړه‌لیک د لاسلیک شاهدان یو چې د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د سپارښتنو او احکامو په رڼا کې د عوایدو د شفاف راټولولو، امارتي لګښتونو او معاشونو د الکترونیکي تادیاتو لپاره مهم بنسټیز ګام بلل کېږي.»

دی وايي، دا هوکړه د هېواد د مالي سکټور د پرمختګ، روڼتیا، حساب ورکونې او د امارتي مالي پروسو د معیاري کولو لپاره یو ستر تحول دی.

دی زیاتوي، دا هوکړه د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې ترسره کېږي چې په کې د عوایدو د روڼتیا، د بې‌نظمیو مخنیوي، د مالي چارو د ښه تنظیم او د امارتي لګښتونو د اغېزناک مدیریت لارښوونه شوې ده.

هغه زیاته کړه، ټولې حکومتي عایداتي ادارې مکلفې دي چې خپل عواید د بانک له لارې راټول کړي، له خپل‌سري لګښت ډډه وکړي او په مالي اجراتو کې د روڼتیا اصل رعایت کړي.

د هغه په خبره، د دې هوکړې له مخې، د افغانستان بانک بین‌البانکي تادیاتي سیسټمونه (ACSS) او د افغانستان د تادیاتو سیسټم (APS) به د مالیې له وزارت د ګمرکاتو د معلوماتو خپل‌کاره سیسټم، د مالیاتو جامع او معیاري سیسټم او د افغانستان د مالي ادارې معلوماتي سیسټم سره نښلول کېږي.

د هغه په وینا، د دغه سیسټمونو د نښلولو له لارې به د دولتي عوایدو راټولول او ثبت، دولتي لګښتونو اجرا او د دولتي کارکوونکو معاشونه په شفاف ډول برېښنایي شي.

د افغانستان د مالیې وزارت د عوایدو لوی رییس حافظ‌ مولوي شاه‌حسین‌ حسیني په دغو مراسمو کې وویل، د لاسلیک شوې هوکړې له مخې به ملي عواید په شفافه توګه په برېښنايي ډول په ټاکلي وخت راټول او د دغه وزارت حساب ته انتقال شي.

دي وايي، په برېښنايي توګه د عوایدو راټولول به خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي چې په لږ وخت کې او نږدې سیمو کې له تعرفې لګښت پرته خپل مالیات او فیسونه تحویل کړي.

هغه زیاته کړه، نږدې راتلونکي کې به د افمس سیسټم چې په عصري بڼه جوړ شوی، د افغانستان بانک د تادیاتو له سیسټم سره ونښلول شي څو د معاشاتو او لګښتونو تادیه کول هم په برېښنايي بڼه د چک او د چاپ پرته ترسره شي.

د یادونې ده چې د افغانستان بانک مسوولینو د دغې هوکړه د تطبیق هر اړخیز ملاتړ او ډاډ څرګند کړ څو د افغانستان اقتصادي نظام به لا پیاوړی شي، عواید به په شفاف ډول راټول شي، معاشات او لګښتونه به په برېښنايي ډول ورکړل شي او د هېواد مالي سیسټم بهه د عصري نړۍ له معیارونو سره برابر شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.