Language

غزني کې پر دوو کسانو د تعزیري سزا حکم تطبیق شو

کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۳): د افغانستان ستره محکمه وایي چې په غزني کې د یوې ښځې په ګډون پر دوو کسانو د تعزیري سزا حکم تطبیق شوی دی.

سترې محکمې یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د غزني د ده‌یک ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې د فیصلې له مخې نن چهارشنبه د یوې ښځې په ګډون پر دوو کسانو د اخلاقي فساد په تور د تعزیري سزا حکم تطبیق شوی دی.

یاده خبرپاڼه کې راغلي چې دغې محکمې یاد تورن په دوو – دوو کلونو تنفذي بند او ۳۵ – ۳۵ درو محکوم کړي وو.

دغه بنسټ زیاته کړې چې دا حکم د سترې محکمې له تایید وروسته تطبیق شوی دی.