Language

تخار کې یو کس د خپلې مور د وژلو په تور نیول شوی

تالقان (پژواک، ۳۰ کب ۱۴۰۳): تخار کې امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چاه‌آب ولسوالۍ کې یو تن د خپلې مور د وژلو په تور نیول شوی دی.

د تخار د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو سرپرست، قاري ذبیح‌الله حکیمي د یوې خبرپاڼې د خپرولو سره ویلي، يوه تن چې د تخار ولايت د چاه‌آب ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى دی، تېره شپه له لفظي شخړې وروسته خپله مور په چاقو وژلې ده.

هغه زیاته کړې چې تورن کس د چاه‌آب ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د منسوبینو له لوري تر هر اړخیزو څېړنو وروسته نیول شوی دی.

د ده په خبره، قضیه اړوندو چارواکو ته سپارل شوې او د تورن کس په اړه لومړنۍ پلټنې پیل شوې دي.

د دې وژنې لامل او انګېزه لا معلومه نه ده.

Related Topics