کابل (پژواک، ۳۰ کب ۱۴۰۳): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د امریکا له یوه پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، دا مهمه ده چې دواړه هېوادونه پر دې وتوانېږي چې مسئلې د خبرو له لارې حل کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د بنديانو په چارو کې د امريکا متحده ايالتونو د ولسمشر ځانګړي استازي ادم بوايلر او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په ګډون د امریکا متحده ایالتونو یو پلاوی کابل ته راغلی دی.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي نن له یاد پلاوي سره لیدلي دي.
خبرپاڼه کاږي، په دغه لیدنه کې د افغانستان او امریکا پر دوو اړخيزو اړيکو، د بنديانو په خلاصون او په امريکا کې افغانانو ته د کونسلي خدماتو وړاندې کولو په اړه خبرې وشوې.
متقي کابل ته د یاد پلاوي راتګ په دوه اړخيزو اړيکو کې ښه پرمختګ بللی دی.
هغه ویلي چې اسلامي امارت د خپل متوازن بهرني سياست په رڼا کې ټولو لورو سره مثبتې اړيکې غواړي او دا مهمه ده چې افغانستان او امریکا پر دې وتوانېږي چې مسئلې د خبرو له لارې حل کړي.
متقي همداراز زیاته کړې، په کار ده چې دواړه هېوادونه د شل کلنې جګړې له اغېزو راووځي او يو بل سره سياسي او اقتصادي مثبتې اړيکې ولري.
د خبرپاڼې په حواله، د بنديانو په چارو کې د امريکا د ولسمشر ځانګړي استازي ادم بوايلر د افغانستان او امريکا ترمنځ د بنديانو برخه کې پرمختګ د باورجوړونې پر لور ښه ګام بللی دی.
ده همداراز په افغانستان کې د نشهيي توکو پر خلاف او د امنيت د ټينګښت پر لور اقدامات د ستاينېوړ یاد کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، «دواړه هېوادونه تاريخي اړيکې لري چې ځينو پړاوونو کې ستونزې هم وې خو اوس مهمه دا ده چې راتلونکي ته وګورو.»
بوايلر د دواړو لورو ترمنځ د خبرو پر دوام ټينګار کړی او د خبرو له لارې يې د اړيکو تقويت مهم و بللی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP