Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ساحلي فوټبال اسیا جام سیالۍ؛ افغان لوبډله سبا د اماراتو له لوبډلې سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۳۰ کب ۱۴۰۳): د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه سبا له متحده عربي اماراتو سره کوي.

د ۲۰۲۵ کال د ساحلي فوټبال اسیا جام سیالۍ نن د ټایلنډ په کوربه‌توب پیلېږي چې د ۱۴۰۴ کال د وري میاشتې تر لسمې نېټې پورې به دوام ولري.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، د هېواد د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو په لړ کې سبا د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره لوبه کوي.

سرچینې ویلي، د افغانستان او متحده عربي اماراتو لوبډلو ترمنځ لوبه د کابل په وخت د ماذیګر په څلورو بجو پیلېږي.

د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله به خپله دویمه لوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ له ایران او درېیمه لوبه به بیا د سې شنبې په ورځ د اندونیزیا له لوبډلې سره ترسره کړي.

د ۲۰۲۵ کال د ساحلي فوټبال سیالیو کې د افغانستان په ګډون ۱۶ لوبډلې برخه لري چې په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي.

د دغو سیالیو په A ګروپ کې ټایلېند، کویت، لبنان او هند، په B ګروپ کې جاپان، چین، سعودي عربستان او عراق، په C ګروپ کې افغانستان، ایران، متحده عربي امارات اندونیزیا او په D ګروپ کې عمان، بحرین، مالیزیا او د ویتنام لوبډلې شاملې دي.

افغان لوبډلې له دې سیالۍ مخکې درې دوستانه لوبې ترسره کړې چې په لومړۍ لوبه کې یې سعودي عربستان ته ماتې ورکړه خو جاپان او بحرین ته یې وبایللې.

د یادونې ده، د یادو ۱۶ ګډون‌کوونکو لوبډلو له ډلې به درې ټیمونه د ۲۰۲۵ نړۍوال جام ته لار ومومي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.