کابل (پژواک، ۳۰ کب ۱۴۰۳): د هرات د ټولګټو رییس ترکمنستان کې د «سولې او باور» په نړۍوال کنفرانس کې ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي، افغانستان د اوسپنۍ پټلۍ له لارې له سیمهيیزو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ترکمنستان، ازبکستان، ایران او پاکستان سره ونښلوي.
د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د دغه وزارت په استازیتوب د هرات د ټولګټو ریيس ملا محمد ادريس، د ترکمنستان په پلازمېنه عشقاباد کې د «سولې او باور» په نوم نړۍوال کنفرانس کې ګډون کړی دی.
د هرات د ټولګټو رییس ویلي، د اوسپنۍ پټلۍ په سیمهییزه او نړۍواله اقتصادي پراختیا، سوداګرۍ او نړۍوالو اړیکو کې مهم رول لري.
هغه ویلي: «د ا.ا.ا رهبري او ټولګټو وزارت تل هڅه کوي چې په افغانستان کې د ريل پټلۍ شبکه پراخه کړي څو د افغانستان د ريل پټلۍ شبکې له لارې له سيمهیيزو هېوادونو په ځانګړي ډول ترکمنستان، ازبکستان، ايران او پاکستان سره ونښلوي.»
حقشناس لیکلي، د ياد کنفرانس موخه سیمهییزه اقتصادي پیاوړتیا، د ریل پټلۍ شبکې پراختيا، برېښنا، د ګازو انتقال او د اقتصادي ثبات په تړاو هر اړخیز مذاکرات ښودل شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه کنفرانس کې د نړۍ د سلو بېلابېلو هېوادونو استازو ګډون درلود چې د افغانستان له لورې د برېښنا شرکت، کانونو او پترولیم وزارت او ټولګټو وزارت استازو پهکې ګډون کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP