غزني ښار(پژواک، د وري لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د غزني او پکتیکا ولایتونو د مېشتو عليزو او بدینخېلو قومونو ترمنځ ۱۳ کلنه دښمني د سیمهییزو مسؤلینو، علماوو او قومی مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وويل: «یاده پېښه د ځمکو پر سر رامنځته شوې وه چې دواړو خواوو شپږ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه چې تېره ورځ ناوخته د مسولینو په هلو ځلو، د علماوو او قومی مشرانو په منځګړیتوب دواړو خواوو دوستۍ ته غاړې کېښودې.»
نوموړي زیاته کړه، ۱۳ کاله مخکې د ځمکې پر سر د غزني اببند ولسوالۍ د ښکته اببند سیمې او د پکتیکا ولایت د ډیلي سیمې د اوسېدونکو ترمنځ – چې د دواړو ولایتونو ګډ سرحد دی – شخړه شوې وه چې په کې د غزني اببند ولسوالۍ بدینخېل قوم دوه تنه وژل شوي او یو ټپي شوی وو او د مقابل لوري پکتیکا ډیلي سیمې علیزو قوم یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي وو.
نوموړي وویل له هغه وروسته د دواړو ولسوالیو قومونو دا هڅه کوله چې څنګه د یو او بل قوم کسان ووژني او په ځمکو قبضې ولګوي.
د سرحدي په خبره د دې ستونزو د حل په موخه تېره ورځ علماوو د هغوی ترمنځ د خیر پرېکړه وکړه چې د فیصلې له ابلاغ وروسته دواړو لورو پرې قناعت وکړ او په خوښۍ یې یو له بل سره د ژوند تېرولو ژمني وکړې.
هغه زیاته کړه، د دغې ولسوالۍ په یو شمېر نورو سيمو کې هم دې ته ورته لويې او وړې شخړې شتون لري چې په وینا یې، په ځينو يې کار روان دی څو حل شي.
ورته وخت کې، د بدینخېل قوم یوه مشر صاف خان چې په دغه روغه جوړه کې یي ګډون کړی، پژواک ته وویل، له کلونو راهیسې د دغو دوو ولایتونو قومونو ترمنځ بدي شتون درلود او یوه قوم هم نشو کولای چې په خپلو سیمو کې ډاډه ژوند وکړي.
نوموړي وویل، له دې وروسته به دواړه خواوې د سولې او ورورګلوى تر سيوري لاندې ژوند کوي او په ښو چارو کې به يو بل ته لاس ورکوي.
تر څنګ یې یوه دیني عالم مولوي جان اغا پژواک ته وویل، دا ډول روغې جوړې کولای شي چې د ولسونه او قومي مشران سره یو موټی کړي او پرمختګ رامنځته شي.
نوموړي له یادو سمیهییزو مسولینو او قومي مشرانو مننه وکړه چې د دې شخړې د حل لپاره يې نه ستړېکېدونکې هلې ځلې کړې دي.
هغه د هېواد د نورو سیمو له مسولینو او مشرانو هم غوښتنه وکړه چې په خپلو ولایتونو، ولسوالیو او کلیو کې د قومونو او کورنیو ترمنځ شته شخصي بدۍ هوارې کړي.
د یادوني ده، له دې مخکې هم د غزني په خواجهعمري، قرهباغ، جاغوري، ناور، ګیلان او ناوې ولسوالیو کې د قومونو او کورنیو ترمنځ یو شمېر بدۍ د سیمهییزو مسؤولینو، علماو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته رسېدلې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP