Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غور کې د فوټسال رمضاني جام سيالیو اتلولي «ارين سیکلت» لوبډلې وګټله

فېروزکوه (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د روژې میاشتې له پیل سره د غور په مرکز فېروزکوه ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال د رمضاني جام سیالۍ د «ارين سيکلت» لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.

د غور د فوټبال فدراسيون مسوول جان‌محمد حيدري پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون (پنجشنبه) مازدیګر د دغو سياليو پاى لوبه د «ارين سيکلت» او «باران» لوبډلو ترمنځ وشوه چې په پایله کې یې ارين سيکلت ټيم د باران لوبډلې ته څلور پر درې ماته ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

هغه وویل چې په دغو سياليو کې د باران لوبډلې دويم مقام وګاټه.

د غور د فوټبال فدراسيون مسوول زیاته کړه چې دغه سيالۍ د ورزش د ودې، د ځوانانو د یووالي او د روژې د مياشتې د هرکلي په موخه د درېيو اونيو لپاره په فېروزکوه ښار کې ترسره شوې.

د فوټسال د دغو سياليو ترسره کېدل د غور اوسېدونکو له تاوده هرکلي سره مخ شوي، د فېروزکوه يو شمېر اوسېدونکي دغه ډول لوبې د ورزش د ودې لپاره اغېزناکې بولي او د لا ډېرېدو غوښتنه یې کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.